پر افغانستان د فشار نوې آله
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

د ډسمبر په څلورمه نېټه ایراني پوځي چارواکو وویل، چې دوی د امریکا پرمختللې بې پیلوټه څارګره الوتکه، چې شاوخوا ۲۲۵ کیلو مټره د ایران خاورې ته ننوتې وه نسکوره کړې ده.

د ایراني چارواکو له قوله د آر کیو ۱۷۰ ډوله امریکايۍ څارګرې بې پیلوټې الوتکې ځانګړتیاوې، چې ایران یې د نسکورېدو ادعا کوي په لاندې ډول دي:

جوړونکې کمپنۍ:                                                    لاکهېډ مارټین

لومړنی کاروونکی:                                        د آمریکا پوځ

تولید شوې شمېره:                                        ۲۵۲

د وزرنو اوږدوالی:                                                  ۲۷ متره

له ځمکې څخه د پورته کېدو پر مهال وروستی وزن:              ۴۸۵۰ کیلو ګرامه

د پرواز وروستی جګوالی    :                                    ۱۵۳۵۰ متره

بیه:                                                             ۶۰۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر

مستعار نوم:                                                  د کندهار ځناوره

د روان کال د جون په میاشت کې هغه مهال، چې ځانګړو امریکايي ځواکونو د اسامه بن لادن د اوسېدو پر ځای برید وکړ له دغې الوتکې څخه ګټه پورته شوې ده او دغې الوتکې د اسلام آباد د ایبټ آباد له سیمې څخه، چې د اسامه بن لادن پر وړاندې د ځانګړو امریکايي ځواکونو عملیات روان وو، مخامخ یې ويډیو سپینې ماڼۍ ته لېږدوله.

د ایراني چارواکو له دغې ادعا څخه وروسته، چې ګواکې دغه الوتکه د افغانستان له خاورې څخه د ایران خاورې ته دننه شوې ده یوه ورځ وروسته ځینې نا تایید شوي رپوټونه خپاره شول، چې په کې ویل شوي وو: دغه الوتکه د تخنیکي ستونزو له د ایران پولې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې لوېدلې وه، چې وروسته بیا د ښاغلي ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي کسانو له لوري پر ایران وپلورل شوه.

همدا راز په هېواد کې د سیاسي چارو شنوونکي احمد سعیدي هم آزادۍ راډیو ته ویلي دي، چې دغه الوتکه د پاکستان له شمسي اډې څخه له الوت وروسته د تخنیکي ستونزو له امله د فراه ولایت په سرحدي سیمه کې لوېدلې او وروسته بیا د څو کسانو له لوري پر ایران پلورل شوې ده.

ښاغلي سعيدي ویلي دي، چې دغه الوتکه په موټر کې ایران ته لېږدول شوې نو له دې امله، چې په موټر کې نه ځایېده یو وزر یې زیانمن شوی دی.

له هغه وروسته، چې ایراني چارواکو د دغې الوتکې ويډیو خپره کړه، نو ورسره جوخت یې پر افغان دولت نیوکې وکړې، چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د ایران پر وړاندې ناوړه ګټه پورته شوې ده او افغان دولت دې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او پرې نږدې، چې امریکايي بې پيلوټه الوتکې دې له افغانستان څخه د ایران هوايي حریم ته دننه شي.

افغان دولت بیا د ایران دغو نیوکو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوی دی او پر دې بسیا یې کړې، چې د ایران پوځ یوازې او یوازې د دغه الوتکې ویډیو خپره کړه او بس او د هېڅ راز لاسوندونو او اسنادو غوښتنه یې نه ده، چې آیا واقعاً دغه الوتکه له افغانستان څخه د ایران خاورې ته ننوتلې؟ او آیا واقعاً در الوتکه د ایران پوځ او ساتونکو ځواک له لوري نسکوره شوې ده؟.

که چېرې د هېواد اوسنیو حالاتو او هغو رپوټونو ته، چې د ناټو او افغان امنیتي ځواکونو چارواکو له لوري خپاره شوي ځیر شو، نو وبه لیدل شي، چې دا ایران دی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته پیسې، وسلې او نور تجهیزات ورکوي او حتی ویل کېږي، چې د افغان دولت د وسله والو مخالفین روزنځایونه او کورنۍ یې په ایران کې مېشت دي؛ خو د دغو ټولو ناخوالو پر وړاندې افغان دولت حتی خپل غږ اوچت نه کړ او کله، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار کابل ته راغلی وو، نو زموږ د کورنیو چارو وزیر ښاغلي بسم الله محمدي په ډېرې سپين سترګۍ سره وویل، چې تر دې مهاله مو داسې شواهد نه دي تر لاسه کړي، چې وښايي ایران دې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او یا هم کوم بل څه ورکړي. حال دا، چې په وار وار هغه ایرانۍ وسلې، چې وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوې وې او د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې وې د رسنیو له لوري ښکاره شوي او هېوادوال هم شاهدان دي.

په دې کې شک نشته، چې افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی له یوه لوري د هندوستان څارګره اداره (را) د پاکستان له څارګرې ادارې (آی اس آی) سره په افغانستان کې ښکېل دي او خپلې جګړې دلته مخ ته بیايي او له بل لوري بیا د ایران سپاه پاسداران په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې خپله جګړه مخ ته بیايي او همدا راز پاتې نور هېوادونه هم.

څه موده وړاندې ایران پر افغانستان یو بل تور هم پورې کړ او هغه دا، چې ایراني چارواکي ادعا کوي یو تن ایراني الاصله امریکايۍ یې، امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیولی او دغه کس لومړی په امریکا کې وو له هغه وروسته د پروان ولایت باګرام پوځې اډې راغلی او د افغانستان له پولو اوښتی، ایران ته ننوتی دی. حال دا، چې  کېدای شي دغه کس، له عراق، ترکیې او په ځانګړي توګه له آذربایجان څخه ایران ته اوښتی وي؛ خو پړه یې پر خوار افغانستان واچول شوه.

بیا هم افغان دولت د یوې فعالې ډپلوماسۍ له نه شتون سره د دغو ټولو ناخوالو او تورونو پر وړاندې چوپ پاتې دی او یوازې وايي، چې په دې اړه به څېړنې وکړي. خدای خبر، چې د افغان دولت د څېړنو پایلې به کله څرګندې شي.

ایران د خپلو دا شان څرګندونو سره غواړي له یوه لوري نړۍ والو ته خپل توان او ځواک وښايي او خپله نرمه جګړه لا پياوړې او ښه یې په درز مخ ته بوځي او له بل لوري پر افغان دولت فشار راوړي، څو  د ایران ناروا او نامشروع غوښتنې ومني او همدا راز د دغې الوتکې پېرلو څخه وروسته یې ویلي، چې کوډونه به یې پرانیزي او له مخې به یې دېته ورته نورې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي، چې کېدای شي دغه کړنه د روسيې او یا هم د چین په مرسته تر سره کړي.

د دغو ټولو ناخوالو پر وړاندې او د ملي ګټو ساتلو په موخه افغان حکومت ته لازمه ده، څو د ټولو ګاونډیو په ځانګړي توګه د  ایران او پاکستان پر وړاندې فعاله ډپلوماسۍ غوره کړي، په هېواد کې د دوی لاس وهنو ته زمینه برابره نه کړي او پرې نږدې، چې دغه هېوادونه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.


December 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات